د سولې د عالي شورا د زندانیانو د کمېټې مشر ووژل شو

د سولې د عالي شورا د بندیانو د کمیټې رییس او د مشرانو جرګې غړی نن سهار په کابل ښارکې ووژل شو.

د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال جنرال محمد داوود امین آزادي راډیو ته وویل، چې مولوي ارسلا رحماني شاوخوا نهه بجې د کابل ښار په ده بوري سیمه کې د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو:

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې ویلي؛ چې طالبان د مولوي رحماني په وژلو کې لاس نه لري، خو د فدایي محاذ په نوم د یوې نوې ډلې ویاند قاري همزه د ارسلا رحماني د وژلو مسوولیت منلی دی.

ملي شورا او آیساف ځواکونود مولوي رحماني وژنه غندلې ده.