د افغانستان په جنوب کې د نړېوالو ځواکونو دوه پوځیان وژل شوي

نن په افغانستان کې دوه نړیوال پوځیان وژل شوي دي.

د ایساف ځواکونو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یو پوځي په غیر محاربوي پېښه کې د ټپونو له امله د افغانستان په جنوب کې مړ شوی.

د دغو ځواکونو په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي، چې بل پوځي هم د همدې هېواد په جنوب کې په یوه چاودنه کې وژل شوی.

په خبرپاڼه کې د چاودنو د ځای او د مړو پوځیانو د پیژندګلوی په اړه ډیر جزییات نه دي ورکړل شوي.