د پاکستان امینتي چارواکي وایي، د هیواد په شمال لویدیځ کې د پولیسو یوه موټر ته په سړک کې د ښخ شوي ماین په چاودنې کې یو يولیس وژل شوی دی.
پولیس وایي، د پیښور ښار په دې چاودنې کې ۱۲ ملکیان او پنځه پولیس ټپیان دي.
پولیسو په یوه بل موټر کې سپاره بندیان بدرګه کول چې چاودنه پرې شوه، خو بندیانو ته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په زیاتو مواردو کې پاکستاني طالبان په پولیسو، پوځيانو او نورو امنیتي ځواکونو حملې کوې او په دې توګه په حکومت فشار اچوي چې د القاعده او نورو وسله والو پر ضد د امریکا د متحده ایالاتو د جګړې له ملاتړ څخه لاس واخلي.