د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی وایي، په افغانستان کې په روان عیسوي کال کې تر اوسه د ملکې خلکو مرګ ژوبله په سلو کې شل را کمه شوې ده.
د ملګرو ملتونو خاص استازي ″یان کوبیش″ رویټرز خبرې آژانس ته ویلي، د ملکي خلکو د تلفاتو د کمېدو مختلف عوامل دي او یو علت یې دا دی، چې په افغانستان کې د روان عیسوي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تېرکال په پرتله جګړې کمې وې.
یان کوبیش زیاته کړه، افغان او ناټو ځواکونه تر ډېره حده زیار باسي چې له طالب وسله وسله والو سره د نښتو پر مهال ملکي خلکو ته زیان ونه رسیږي.
افغانستان ته د ملګرو ملتونو خاص استازي د جنورۍ او اپریل د میاشتو تر منځ په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې ارقام، خبرې رسنیو ته په ډاګه نه کړل. ده وویل، دا ارقام به د روانې میاشتې په وروستیو کې په شیکاګو کې د ناټور له مشریزې غونډې مخکې خپاره شي.