د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن نن په برکسل کې په خبري کنفرانس ته وویل، چې د شیکاګو په کنفرانس کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته، په افغانستان کې د ناټو د ماموریت څرنګوالی تعین شي.
راسموسن وویل، چې دی هیله لري، چې ناټو به د افغانستان امنیتي ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي، خو دا به تر یوه بل نوم لاندې د ایساف ماموریت نه وي.
اندرس فوګ راسموسن وویل، دا به د ناټو لپاره یونوی ماموریت
او یو نوی رول وي.
″په شیکاګو کې به موږ د راتلونکې لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ لپاره خپل تعهدات واضح کړو. دا به د افغانانو په مشارکت د نړیوالې ټولنې د هڅویوه برخه وي.
موږټول د دومره زیاتو قربانیو او دومره سترې پانګونې په نتیجه کې د لاس ته راغلو پرمختګونوپه ساتلوکې ونډه لرو.″
د شیکاګو کنفرانس، د روانې میلادي میاشتې په شلمه او یویشتمه تر سره کیږي.