د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر سره له دوو ملګرو نیول شوی

د ازبکستان د اسلامي تحریک (ای. اېم. یو) یو مشکوک مشر او د هغه دوه ملګري نن د تاجکستان په جنوب کې، د ختلان په ولایت کې نیول شوی دی.

داسې ګڼل کیږي چې ( ای. اېم. یو ) له القاعده او وسله والو طالبانو سره اړیکي لري، په سیمه کې یې پر فعالیتونو بندیز لګیدلی دی.

ویل کیږي، چې په تاجکستان کې د (ای. اېم. یو) دا نیول شوی مشکوک مشر ۳۹ کلن دی، په سیمه کې یې د ازبکستان د اسلامي تحریک فعالیتونه تنظیمول.

رپوټونه وايي، چې دا مشکوک کسان د ( ای. اېم. یو ) د داسي غړي د پټو معلوماتو پر اساس نیول شوي دي، چې د روان کال په پيل کې له پاکستان څخه شړل شوی وو.