د پکتیکا ځایي چارواکي وایي، چې د يحيى خېلو ولسوالۍ بازار کې د نن ورځې په ډله ایزو حملو کې شپږ حمله کوونکي او یو پولیس وژل شوي او دوه ملکي وګړي او یو پوليس ټپيان دي.
د پکتيکا والي محب الله صمیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې پیښه کې ۶ ځان وژونکي او دوو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
خو د دې ولایت د ولایتي شورا وکیل بیا ازادۍ راډیو ته ویلي، چې په دې پیښه کې دوه سيمه ييز پوليس او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي او اوس جګړه پاى ته رسېدلې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې جګړه اوس هم روانه ده او د دوي شپږ ځان وژونکې حمله کوونکي د ولسوالۍ انګړ ته ننوتي او ګڼ شمېر چارواکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.