ساينس او کمپيوټر د انسانانو ترمنځ د کلونو فاصلې تر ثانیو او دقيقو رالنډې کړي دي، اوس خو تر اوو سیندونو هاخوا ملګري هم د خپل کمپيوټر په پرده لیدلي او مخامخ ورسره خبرې کولی شو، دغه کار ځينې ځوانان له کاره ايستلي هم دي.
هوښیاران وايي، چې دومره خوږیږه مه چې څوک دې وخوري او دومره ترخيږه مې چې څوک دې وغورځوي، هر څه په خپل حد او اندازه خوند کوي.
د انټرنټ له لارې له ملګرو سره د خبرو کولو تار کله کله دومره سره وغځيږي، چې څوک د وخت په تېریدو نه پوهيږي، نو هماغه وي، چې خپل کارونه ورنه پاتې شي، ځينې ځوانان له خپله ځانه همداسې ګېله لري، چې د چټ له لاسه کله له پوهنتونه، کله له واده او کله له ځینو نورو مهمو کارونو پاتې شوي دي.
د انټرنټ له لارې خبرې یا په اصطلاح چټ څوک په ويډيويي یا تصویري بڼه کوي، څوک یې په غږيز ډول او څوک خبرې په لیکلې بڼه له یوه بل سره کوي.
د کابل ښار اوسېدونکی ځوان قدرت ساپی همدې خبرې ته په اشارې سره وايي، چې کله کله په تصويري بڼه له ملګرو سره چټ کوي، چې د موبایل په پرتله اقتصادي تماميږي.
یو بل ځوان فدا محمد بیا د خپل دفتر کیسه کوي، چې د ادارې له خوا یې ځینو همکارانو ته له دندې څخه د ګوښه کولو ګواښ شوی و، چې په رسمي وخت کې یې د کار په ځای زیات چټ کاوه.
احمدرفيق هم له خپله ځانه ګیله کوي، وايي چې چټ کولو زما دفتري کارونه راته ګډوډ کړي دي.
احمدالله امین چې د کمپيوټر په برخه کې په زده کړو بوخت دې او له یوې ادارې سره د ای ټي په برخه کې کار کوي، د ځینو ویبپاڼو نومونه یادوي، چې د چټ کولو امکان په کې شته، دی وايي چې موږ یې له بېلابېلو لارو پر کارکوونکو تړلی شو او دوي څارلی شو، چې په ورځ کې څومره چټ کوي، همدا راز د ملګرو تر منځ د شوخۍ د یوې خاطرې یادونه کوي، چې يوه ملګري بل ته له ځانه نجلۍ جوړه کړې وه، چې تر ډيره سره ملګري وو، زیاتوي چې ځوانان باید يوازې د مثبت مقصد لپاره له چټه ګټه واخلي نه د منفي مقصد لپاره.
له کمپيوټر څخه ډیره ګټه اخيستنه که سترګو ته تاوان رسوي، نو د ځينو ډاکټرانو له نظره کمپيوټر تر خپل ځان چاپيره یوه داسې مقناطیسي فضا هم جوړوي، چې ښايي د انسان په وجود بده اغيز وشيندي او له ځینو ناروغیو سره یې مخ کړي، تلسمیا هم یوه داسې ناروغي ده، چې ناروغ یې وینه کموي، باید هره میاشت تازه وینه ورکړل شي.
ځوان عبدالغیور د همداسې ښو انسانانو له ډلې دی، یوه داسې ماشوم ته یې وینه ورکوله چې د ژوند او مرګ تر منځ یې سلګۍ وهلې، خو د ده وینې ژوند وربخښه.
ځینې ځوانان د وینې له ورکړې ویره لري، چې ښايي کوم تاوان به ورته ورسوي، خو په کابل کې د وینې مرکزي بانک مشر ډاکټر احمد مسعود رحماني دا ویره بې ځایه بولي او زیاتوي چې د وینې ورکړه د صحت لپاره ډیره ګټوره ده.
ډاکټر رحماني وايي، چې د اوونۍ پنځه ورځې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وینې د راټولولو په موخه کمپاینونه ترسره کوي، چې زیاتره په کې ځوانان برخه اخلي.
دوي راټوله شوې وینه د تلسمیا ناروغۍ او ځينو نورو ناروغانو ته ورکوي، دا هم وايي چې د وینې په بدل کې له هیچا پيسې نه اخلي.
دی وايي، چې د وینې د ورکړې فرهنګ په بېلابېلو ډولونو د پیغمبر علیه سلام له وخته رایج و.
رحماني له ځوانانو غواړي چې د رضاکارانو په حیث دې د وینې د راټولولو په کمپاینونو کې ورسره ونډه واخلي.
د روان کال د اپريل پر ۲۸ نیټه د ويښ افغان ټولنيز تحريک لخوا په ننګرهار پوهنتون کې د وینې د ورکړې کمپاین ترسره شو، چې ګڼو کسانو په کې وینه ورکړه... دې کمپاین ته یې نوم ورکړی و.(وينه مه تويوئ، وينه ورکړئ!)
تاندې څانګې خپرونه په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبې او یکشنبې له ازادۍ راډیو څخه خپريږي.

Your browser doesn’t support HTML5
د ځوانانو لپاره د تاندې څانګې خپرونه