د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک سند په وړاندې د ایران او په کابل کې د دې هېواد د سفیر دریځ ناسم دی.
د دغه وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویل، چې د دې سند په اړه د ایران د سفیر څرګندونې له دیپلوماتیک عرف سره په ټکر کې دي:
(د ایران سفیر د یپلوماتیکو اصولو ته له پاملرنې پرته په دې برخه کې خپل دریځ څرګندوي.
دا مسله باید نوره تکرار نه شي او په دې اړه موږ دوي ته ښکاره پیغام ورکړی.)
په کابل کې د ایران سفیر ابولفضل زهره وند په دې وروستیو کې د مشرانو جرګې مشرته ویلي وو، که چیرې ملي شورا له امریکا سره ستراتيژیک سند تایید کړي نو دوی به ټول افغان کډوال له ایرانه را وباسي.