محمد حنیف اتمر له ازادۍ راډیو سره په ځانګړی مرکه کې ویلي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې ایران په افغانستان کې لاس وهنه کوي بلکې کله چې دی د کورنیو چارو وزیر وو د ایران له خوا را لیږل شوي ورانکاره ډلې او وسلې یي نیولي دي.
نوموړی وایې، چې په افغان حکومت کې داسې کړۍ موجودی دي، چې د ایران په لاس وهنو پرده اچوي.
دغه مرکه په کابل کې زموږ همکارۍ ذکیي غیاثي نذیر کړې او په سر کې یي ترې پوښتلي، چې ستاسې په نظر د ایران د سفیر وروستې څرګندونۍ یواځې تشویش دی او که نه دا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه ده؟