د خوست سیمه ییزو چارواکو د ایران د سفیر وروستۍ څرګندونې وغندلې

د خوست سیمه ییزو چارواکو او لسګونو مشرانو په یوه غونډه کې د ایران د سفیر وروستۍ څرګندونې وغندلې او غوښتنه یې وکړه چې د ایران حکومت باید له افغانستان څخه بخښنه وغواړي.

د خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل، چې ایران باید له افغانستان سره د یوه ښه ګاونډي په توګه اړیکې وپالي او په داسې کارونو لاس پورې نه کړي چې د هېواد ملي ګټو او ملي حاکمیت ته زیان ورسوي.

د حاجي سخی جان سرحدي په نامه د غونډې یوه ویناوال وویل چې د ایران سفیر ابولفضل زهره وند باید دخپلو غیرقانوني خبرو په اړه د افغان حکومت له خوا احضار شي.

د خوست ښار یو شمیر مخورو وویل، چې د ایران دسفیر دغه څرګندونې کیدای شي د سیمې په کچه ناامنۍ زیاتې کړي.

په کابل کې د ایران سفیر ابوالفضل زهره وند د مشرانو جرګې مشر ته ویلي که ملي شورا له امریکا سره ستراتيژیک سند تایید کړي نو دوی به ټول افغان کډوال له ایرانه راوباسي.