وردګ: ولسمشر کرزی به د امنیتي مسولیت سپارلو د دریم پړاو سیمې اعلان کړي

د افغانستان د دفاع وزیر وایي، ولسمشر حامد کرزی به راتلونکې اونۍ افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیت سپارلو د دریم پړاو سیمې په رسمي توګه اعلان کړي.

جنرال عبدالرحیم وردګ دغه څرګندونې نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وکړې.

ښاغلي وردګ وویل، چې د دریم پړاو په بشپړیدو سره به د څه باندې دوه نیم سوه ولسوالیو امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي:

(کله چې لومړی، دویم او دریم پړاو بشپړیږي نو د هېواد د ۲۵۳ ولسوالیو امنیت افغان ځواکونو ته سپارل کیږي.

هڅه شوې چې په دریم پړاو کې مهمې او حساسې سیمې شاملې شي. په دې پړاو کې هغه ستونزې رامخ ته شوي چې په څلورم او پنځم پړاو کې یې اټکل کیده.)

د دفاع وزیر وایي، دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوې لوړې شوي خو د تجهیزاتو په برخه کې اوس هم ستونزې لري.