د جنوبي کوریا د اټومي وسلو یو پلټونکی په ایران کې مړشوی دی

د جنوبي کوریا د اټومي وسلو یو پلټونکی چې د نړېوالې اټومې انرژۍ موسسې ته یي کار کاوه په ایران کې د موټر د ټکر په پیښې کې مړ شوی دی.

راپورونه وایي، د دغه پلټونکې سلواکي ملګری په پیښې کې ټپې شوی دی.

د ایران دولتي خبري رسنیو د وژل شوي پلټونکی نوم سیو اوک سیووک ښودلی او وایي، پیښه د ایران په مرکزي ولایت کې شوې ده.

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان وایي، د نړېوالې اټومې انرژۍ د موسسې دا دوه پلټونکې د مرکزي ولایت د خنداب تاسیساتو ته نږدې د پلټنې په ماموریت بوخت وو چې موټر یي ټکر شو.