د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د سعودي عربستان یوه دوه اړخیزه استازی چې په القاعده شبکه کې يې نفوذ کړی وو، د هغې پلان په شنډولو کې مرسته کړې چې تیره میاشت امریکا ته د تلونکي الوتکې د چاودولو لپاره جوړ شوې وو.
امریکايي او نورو بهرنیو مقاماتو ویلي، دغه سعودي تبعه چې د دغې الوتکې د چاودولو لپاره يې خپل ځان په داو طلبانه د ځانوژونکې په توګه مخته کړې وو چاودونکي وسیله او په یمن کې د القاعده د مشرتابه په اړه معلومات سعودي او امریکايي استخباراتو ته ورکړي دي.
امریکايي چارواکي وايي، د دغو معلوماتو پر اساس سي ای اي په یمن کې د القاعده شبکې د بهرنیو عملیاتو مشر فهد محمد احمد القوسو د تیرې مۍ میاشت په ۶ نیټه د یوې بې پیلوټه الوتکې په راکټي حمله کې وواژه.
نوموړي چې په ۲۰۰۰کال کې د یمن په اوبو کې امریکايي یو ایس ایس کول جنګي کشتۍ باندې حمله کې هم تورن وو، د یمن په شبوه ولایت کې وژل شوي دی.