طالب وسله والو له نیول شویو دوو پاکستاني پوځیانو سرونه پرې کړي دي

پاکستاني چارواکي وايي چې د دغه هيواد سخت دريځو د هغو دوو عسکرو سرونه پرې کړي چې د افغانستان پولې ته نژدې يې په يوه حمله کې ژوندي نيولي وو.

پاکستاني طالبانو د يکشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې د امنيتي ځواکونو پريوې پوستې په بريد کې دوه عسکر ونيول. په دې بريد کې نهه پاکستاني سرتېري مړه او دوولس نور ژوبل شول.

چارواکي وايي، چې د دې حملې په ځواب کې د پوځ هيليکوپټرو پرون د مشکوکو سخت دريځو د پټېدو پرځايونو ډزې وکړې او په ميرانشا کې يې درې کورونه او يو جومات وويشتل.

ويل شوي، چې په دې حملې کې درې ملکيان وژل شوي او شل نور ژوبل شوي دي. خو دا څرګنده نه ده چې څومره طالبان به وژل شوي وي.