د یمن په جنوب کې پر دوو پوځي پوستو د برید په نتیجه کې لسګونه یمني عسکر وژل شوي

راپورونه وایي، چې د یمن په جنوب کې پر دوو پوځي پوستو د برید په نتیجه کې لسګونه یمني عسکر وژل شوي دي.

خبري اژانسونو د وژل شوېو عسکر شمېر د ۳۲ او څلویښتو ترمنځ ښودلی دی.

د لسګونو نورو عسکرو د ټپي کېدو هم ویل شوي دي.

د روسیي د ایترتاس خبري اژانس د راپور له مخې ۲۵ عسکر د وسله والو له خوا چی ګومان کیږي په یمن کې د القاعده د څانګې غړي وو، یرغمل شوي و.

دغه حمله زینجبار ښار ته نژدې، چې د ۲۰۱۱ کال د می راهیسي د وسله والو په ولکه کې ده، پیښه شوی ده.

دغه حمله یوه ورځ وروسته تردې کیږي، چې یمني چارواکو وویل، چې د امریکا په یوه مشکوک هوایي برید کې د القاعده مشر فهد القوسو چې امریکایي په ۲۰۰۰ کال کې د امریکایي سمندري ځواکونو پر یوې کشتۍ د حملې په خاطر په تعقیب پسې وه، وژل شوي دي.