سعيدي: د ايران د سفير څرګندونې غيراصولي دي

احمد سعيدي

د ملي شورا ځینې غړي وايي چې په کابل کې د ایران نوي سفیر، د افغانستان له مشرانو جرګې څخه غوښتي چې د افغانستان او امریکا ترمینځ د ستراتیژیکو همکاریو د موافقې سند دې نه تصویبوي.

د دوی په وینا د ایران سفیر ابوالفضل ظَهره وند په دې وروستیو کې د مشرانو جرګې له مشر فضل الهادي مسلمیار سره په کتنه کې دا اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان او امریکا ترمینځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو موافقه د ایران له ګټو سره په تضاد کې ده.

د ایران د سفیر دا وینا له ډیپلوماتیک عرف سره څومره سمون لري او د افغان حکومت له خوا د ایران په وړاندې د څه ډول عکس العمل تمه کېږي؟

احمدتکل په دې اړه له پخواني افغان ډيپلومات او د سیاسي چارو له کارپوه احمدسعیدي سره مرکه کړې:

Your browser doesn’t support HTML5

له احمد سعيدي سره مرکه