په دې پروګرام کې په افغانستان کې د مطبوعاتو پر وضعيت او د خبريالانو پر ستونزو خبرې کوو.
د مې مياشتې درېيمه په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ نړيواله ورځ وه، په امريکا کې د دېره فريډم هاوس ډلې په نوې څېړنه کې ويل شوي، چې په نړۍ کې له هرو شپږو کسانو يوازې يو تن د مطبوعاتو له ازادۍ برخمن و.
د بې سرحده خبريالانو ټولنه وايي په نړۍ کې په هرو پنځو ورځو کې يو خبريال وژل کېږي.
په دې ورځ د ملګرو ملتونو عمومي منشي وويل، تېر ميلادي کال تر شپېتو زيات خبريالان وژل شوي او لا هم له سختو ګواښونو سره مخامخ دي.
د فريډم هاوس په کلني راپور کې چې د نړۍ د ١٩٧ هېوادونو عدلي، سياسي او اقتصادي عواملو ته په پام سره د مطبوعاتو ازادي څېړل شوې، راغلي چې د تېرو لسو کلونو په پرتله تېر کال د هغو خلکو فيصدي کمه وه، چې د مطبوعاتو له ازادۍ برخمن وو.
په افغانستان کې هم تېر کال رسنۍ او خبريالان له ځينو چلينجونو سره مخامخ وو. د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره يا نى وايي له تېر کال راهيسې په افغانستان کې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي ٧٧ پېښې ثبت شوي دي، په دې موده کې له دې جملې څلور خبريالان وژل شوي او ٧ تنه نور ټپيان دي.
په افغانستان کې اوس هم خبريالان او ازادې رسنۍ له ځينو چلينجونو سره مخامخ دي، که څه هم په دې برخه کې د ځينو پرمختګونو يادونه کېږي، خو لا هم د مطبوعاتو د ازادۍ په مخکې سخته لار پرته ده.

Your browser doesn’t support HTML5
تر شنه اسمان لاندې لومړۍ برخه
Your browser doesn’t support HTML5
تر شنه اسمان لاندې- دويمه برخه