د دمشق په مرکزي واټ نن لږ تر لږه د یو بم چاودنې نهه موټر ویجاړ کړي دي. عیني شاهدانو ویلي، چې د الثواره په سړک په دې چاودنه کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دا چاودنه په داسې وخت کې رامنځ ته کېږي، چې د ملګرو ملتونو د پلان شویو درې سو څارونکیو څخه پنځوس یې دا مهال په سوریه کې دي او په دې هیواد کې د اپریل د دولسمې نیټې راهېسې منل شوی لړزانده اوربند څاري.
راپورونه وايي، په دې هیواد کې د نړیوالو څارونکیو حضور د هغه ورځنیو تاوتریخوالو مخه نه دي نیولې چې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په کې تر اوسه نهه زره کسان وژل شوي دي.