د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عرب لیګ د استازي ویاند احمد فوزي ویلي دي، چې د نیمګړو شکایتونو له خپریدو سره هم، د سوریې لپاره د سولې پلان پر خپل حال روان دی.
فوزي خبریالانو ته وویل، چې د اپوزیسیون او د سوریې د حکومت ترمنځ د تشدد د پای ته رسولو لپاره مذاکرې تر څارنې لاندې روانې دي.
ده زیاته کړې ده، چې د سوریې د سولې له پلان سره څه ناڅه موافقت لیدل کیږي، خو له اعلان شوي اوربند څخه سرغړونه تاییدوي ځکه درنې وسلې له ګڼ میشتو سیمو نه دي ایستل شوې.