"چین او امریکا دې په یوه ږغ، له نورو وغواړي چې له ایرانه د تیلو واردات بند کړي"

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلینټن پر چین ږغ کړی، دی چې له دوي سره په یوه ږغ، له نورو هېوادونو وغواړي چې له ایران څخه د تیلو وردات بند کړي.

د دې هدف پر ایران د لانجمن اتمي پروګرام په خاطر، د فشار راوستل دي.

میرمن کلنتن، نن په پیکنګ کې له چینايي چارواکو سره تر خبرو وروسته وویل:

(تاسې پوهیږﺉ چې موږ ځيني مسایل او مخالفتونه لرو، د بشري حقونو مسله موږ یې په ټولو مذاکرو کې مطرح کوو، خو د دې میکانیزم له پیاوړي کیدو او زموږ د تماس له زیاتیدو او دوام سره، زموږ اطمنیان زیاتیږي او پرته له دې چې د دواړو ترمنځ اړیکو ته تهدید وي، پر انتقادي مسایلو خبرې کوو.)

نن، چین ته د میرمن کلینټن د سفر دوهمه ورځ ده.