چین: ښايي چېن ګوانګچینګ له هېواده بهر د زده کړې لپاره، خپل غوښتنلیک وړاندې کړي

د چین د حکومت مخالف ( چین ګوانګ چینګ) چې په سترګو ړوند دی، ښايي له هېواد څخه بهر د زده کړې لپاره، خپل غوښتنلیک وړاندې کړي.

دا خبره د چین حکومت، له امریکا سره د دیپلوماتیکو بحثونو په اوج کې، کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، چین ګوانګ چین کولای شي چې د نورو چینايي وګړو په څير په بهر کې د زده کړې لپاره غوښتنه وکړي.

چین ګوانګ چین، په خپل کورکې نظر بند دی، څو ورځې مخکې له نظربندۍ تر تښتیدلو وروسته، په پیکنګ کې د امریکا سفارت ته پناه ور وړه. خو وايي، د خپلې کورنۍ د مصونیت په خاطر، د امریکا له سفارت څخه بیرته وتلی دی.

ده ته خبرداری ورکړ شوی وو، د کورنۍ غړي به یې ووهل او وټکول شي.

چین نن له روغتون څخه، په ټیلیفون د رویټر اژانس ته وویل:

(زما وضعیت ښه نه دی، زه خبر شوې یم چې زما دوستان چې له ماسره د لیدو هڅه یې کوله، وهل شوي دي.

دوې ورځې کېږي چې له امریکايي دیپلوماتانو سره په لیدو نه یم بریالی شوی، هغوي ته اجازه نه ورکړ شوي چې له ماسره وګوري. وضعیت ډير بد دی.)

د چین حکومت ډاډ ورکړی دی، چې چین به په خپل هېواد کې مصون وي.