نورستان: د مولوي خلیل په مشرۍ، د طالبانو یو ګروپ د سولې له بهیر سره یوځای شو

په نورستان کې چارواکې وایي، چې د مولوي خلیل په نوم د یوه قوماندان په مشرۍ، د وسله والو طالبانو یو شپاړلس کسیز ګروپ د سولې پروګرام سره یوځای شوی دی.

والي تمیم نورستاني ویلي دي، چې د مولوي خلیل ډلې یوه اندازه وسلې هم ورسره راوړې دي.

مولوي خلیل خبریالانو ته وویل: موږ په ډیرو تخریبي فعالیتونو کې برخه اخیستې، خو له دې وروسته به د نورستان لپاره خدمت کوو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دی اړه څه نه دي ویلي.