د پکتيا په مرکز ګردېزکې نن یو مطبوعاتي مرکز پرانستل شو، په پکتيا ميډيا سنټر( پي ايم سي ) کې به د سیمې د خبریالانو د مطبوعاتي فعاليتونو تر څنګ، په سوېل ختيځ زون کې روان سیاسي او ټولنیز حالات څارل کېږي.
په سیمه کې ازاد خبریال عبدالقدير خاموش، د داسې مرکزونو رامنځته کېدل د دې لپاره هم ګټور وبلل، چې د ده په وینا د کم تجربې خبریالانو سره د کار د کېفیت په ښه والي کې مرسته کولای شي.