د کال رنګ او د پېسو اداره

هرموسم يو ځانګړی خوند او رنګ لري، پسرلی په ګلونو او بارانونو ښه ښکاري، ژمۍ که د چا د واورو له کبله ښه ايسي، نو د چا بیا اوړی خوښږي او ځینې ځینې یې بیا په مني کې د ونو په زیړو پاڼو کې د سپرلي نښې ګوري.

پنټون کمپني د امریکا په نیوجرسي کې له لسګونو کلونو راهيسې د رنګونو په اړه څیړنې کوي، د دې ادارې تر څنګ والنټينو، ګوچي، کریسټين او ځینې نورې هم هر کال د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو اقتصادي وضيعت، موسم او عمومي ذوق ته په لیدو سره د کال رنګ ټاکي، چې د جامو تر څنګ په ځینو نورو سينګاري توکو کې هم کارول کيږي، چې سږ کال یاني د ۲۰۱۲ کال لپاره یې نارنجي سور ترکيبي رنګ ټاکلي.

یو ځوان عزيز احمد وايي، چې په خپله یې دغه رنګ ډیر خوښيږي، وايي د دریشۍ تر څنګ مې خوښيږي چې د کور ځينې نور توکي مو هم نارنجي رنګ ولري.

د روانشناسانو له نظره، نارنجي رنګ د انسان په وجود کې احساسات او عواطف ډيروي، په خپل نفس باور پيدا کوي او د دې رنګ خوښوونکي کسان متفکر، مینه ناک، ډیر اجتماعي او مثبت فکره وي او ژوند ورته ډیر ښایسته وي.

يوه پيغله سمينا اميني وايي، چې رنګونه د انسان شخصيت څرګندوي او اغيز پرې لري، د دې نارنجي، ابي او سپين رنګونه خوښيږي، چې د دې پر وینا د خپلې خوښې رنګونو په څیر نه ډیره شوخه ده او نه هم ډیره ارامه.

افغان ماډل عبيد ځاځی چې د جامو يو ډیزاینر هم دی، په خپله یې نارنجي قميص اغوستی و، دی وايي، چې ځوانان د انټرنټ او ټلويزونونو له لارې د کال رنګ په اړه خبريږي، دوي په جامو کې هم هماغه رنګ کاروي، د خپلو کوټو رنګ، د کالیو، د سینګار نورو توکو او ان خپل کلي بند هم د کال له رنګ سره سم اخلي.

ژوند له رنګونو ډک دی، زړه به مو رنګ رنګ څه غواړي، چې تر لاسه یې کړو، خو څه وايي چې له خپلې بړستنې سره سمې پښې غځول په کار دي، خو که کله د یو چا غوښتنې ډیرې شي، نو ښايي بړستن ورته لنډه ښکاره شي.

ځینې ځوانانو ته چې پيسې په لاس ورشې، یا هغه ځوانان چې معاشونه لري، نو بې دریغه یې مصرفوي، چې کله کله د دوي دا مصرفونه دوي په قرض اخيستلو مجبور کړي.

نعمت خالد د پکتیکا ولایت اوسیدونکی دی، چې له همداسې ستونځې سره څو ځلې مخ شوی، خو اوس له خپله معاشه يو څه برخه پیسې خوندي کوي.

هوښیاران وايي، چې پيسې د لاس خیری دی، کله وي او کله نه وي.

نعمت خالد هم وايي، چې زموږ ځوانان اوس په ښو معاشونو او ډیرو مصرفونو باندې روږدي شوي، خو که چیرې دا پیسې ورباندې کمې شي، نو له ډيرو ستونځو سره به مخ شي، ځکه په کار ده چې د پيسو په مصرف کې له احتیاطه کار واخیستل شي.

حمیره احمدزی، چې د ادارې او اقتصاد برخې ښوونکې ده، د ځوانانو د دې ستونځې لامل د دوی بې ځایه مصرفونه او د پیسو ناسمه اداره بولي او زیاتوي، لکه څنګه چې د ژوند ورځنیو چارو او د پوهنتون یا د ښوونځي درسونو لپاره ځوانان يو ځانګړی مهال ویش جوړوي، باید د پیسو مصرفولو لپاره هم همداسې يو منظم پلان جوړ کړي، چې څومره پیسې باید څه وخت او په څه مصرف کړي.

تاندې څانګې د ځوانانو ځانګړې خپرونه ده، چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د تاندې څانګې خپرونه