په ايران کې د پارلمان د بيا ځلي انتخاباتو لپاره د رايو اچونه پيل شوې

په ايران کې د پارلمان د بيا ځلي انتخاباتو لپاره د رايو اچونه پيل شوې ده،د ايران دولتي ټلويزيون ويلي، د پلازمېنې تهران په ګډون دغه انتخابات په ٣٣ حوزو کې کېږي.

دغه انتخابات د پارلمان د ٢٩٠ څوکيو له جملې د پاتې ٦٥ سيټونو لپاره کېږي.

په مارچ کې د انتخاباتو په لومړي پړاو کې د ايران د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي پلويانو اکثريت رايې وګټلې.

په انتخاباتو کې د ولسشمر محمود احمدي نژاد ملاتړو ته د پام وړ ماتې په برخه شوه.

تحليل کوونکي وايي، ولسمشر احمدي نژاد به د خپلې ولسمشرۍ د دويمې او وروستۍ دورې په بهير کې له سختو چلينجونو سره لاس و ګرېوان شي.