د هغو اسنادو غورچاڼ په انټرنېټ کې پر لیکه شو، چې د اسامه په کور ضبط شوی وو

د امریکا د پوځ د تروریزم ضد مبارزې مرکز پرون د هغو اسنادو غورچاڼ په انټرنېټ کې پر لیکه کړ، چې تېر کال د اسامه بن لادن پر کور د برید پرمهال ضبط شوي وو.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې په دوهمه نېټه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې په ایبټ اباد کې پوځي تاسیساتو ته څېرمه په خپل کور کې ووژل شو.

په خپرو شویو اولسو سندونو کې، بن لادن د القاعده په چارو کې له اختلال او د نړۍ په مسلمانانو کې د دې شبکې د اعتبار د کمېدو په خاطر چې ده یې د تر لاسه کولو هیله لرله، شکایت کوي.

اسناد ښيي، چې بن لادن لاهم پر امریکایانو د حملو پلان لاره او یولړ دسیسې یې جوړ کړي وې چې امریکايي مشران به وژني او حتی دا هیله یې هم لرله چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما پر الوتکه برید وکړي.

ده همداراز غوښتل چې د پخوانیو تېروتنو د اصلاح لپاره د یوه نوي پړاو د پيل په اړه یو بیان خپور کړي.

نوموړي پاکستانیان با اعتباره وروڼه بللي، خو د داسې کوم پاکستاني چارواکي نوم یې نه دی یاد کړی چې ښايي په اېبټ اباد کې به د ده له استوګنې خبر و او یا به یې له ده سره همکاري کړې وي.