نړېوالې ټولنې پرون له هغو نژدې نهه میلیونه پخوانیو او نوېو افغان کډوالو سره د مرستې له پلان څخه ملاتړ اعلان کړ، چې یا له پاکستان او ایران څخه هېواد ته ستانه شوي او یا اوس هم هلته اوسي.
په ژنیو کې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې د افغانستان، پاکستان، ایران، سویس او ملګروملتونو چارواکو ګډون په کې کړی وو، د 1.9 میلیارد ډالرو په ارزښت د هغه پلان په اړه بحث وشو، چې هېواد ته د ستنو شوېو پنځه اعشاریه اوه میلیونه افغان کډوالو لپاره د ښوونځیو، کاري فرصتونو او نورو اړتیاوو پر برابرولو تمرکز کوي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر جماهیرانوري وویل، په غونډه کې د هېواد هغو اته څلوېښتو سیمو ته لومړیتوب ورکړل شو، چې کډوال هلته ستانه شوي دي او له هغو سره به د لومړنیو اړتیاوو، روغتیا او کارموندنې په برخو کې مرستې وشي.
د پاکستان د ایالتي او سرحدي چارو وزیر شوکت الله وویل، پاکستان غواړي ټول افغان کډوال د روان میلادي کال ترپايه په خپله خوښه خپلو کورونو ته ستانه شي.