د افغانستان او امريکا ترمنځ ستراتيژيکه همکاري

د افغانستان او امريکا ولسمشران د سند د لاسليک پر مهال

افغان ولسمشر حامدکرزي پرون خبرداری ورکړ چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور په اړه ستونزمنې او ګرانې خبرې اترې لاهم په مخکې پرتې دي.

ښاغلي کرزي پرون په کابل کې وویل، دی له امریکا سره داسې یو توافق غواړي چې د افغانستان د ملي حاکمیت، د خلکو د ګټو او د دې هېواد د قوانینو ساتنه وکړي.

د افغانستان او امریکا ولسمشرانو د سه شنبې په ورځ په کابل کې هغه سند لاسلیک کړ چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د کابل او واشنګټن اړیکې تعریفوي، خو په دې سند کې د هغو محدودو امریکايي ځواکونو څرنګوالی نه دی بیان شوی چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتېږي.

په دې پروګرام کې د دې سند پر اهميت خبرې شوې دي

Your browser doesn’t support HTML5

د ازادۍ په څپو کې - دويمه برخه


Your browser doesn’t support HTML5

د ازادۍ په څپو کې - لومړۍ برخه