د غور په چغچران کې د برک موسسې مشر د مخالفینو په برید کې وژل شوی

د غور ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت په چغچران ښار کې د برک مؤسسې مشر د وسلوالو کسانو په بريد کې وژل شوې.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي د پیښې په تایید سره وایي، چې دغه بنګلدیشی تېره شپه د پنځو وسلوالو له خوا تر بریده وروسته وژل شوې او له حمله کونکو یو تن په ټپي حال پولیسو نیولې.

ویاند زیاتوي، ټپي بريدګر اعتراف کړى، چې دوي پنځه کسه وو او غوښتل يې چې بنګلدېشی کارکوونکی د يو شمېر طالبانو د خوشې کولو لپاره برمته کړي، خو د دې پیښې په اړه وسلوالو مخالفینو تر اوسه څه نه دي ویلي.