افغان ولسمشر د کابل او واشنګټن ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې د افغانستان په ګټه وبللې

افغان ولسمشر د کابل او واشنګټن ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې د افغانستان په ګټه وبللې او ویي ویل، چې په دې سند کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا د همکاریو په اړه ژمنې اخیستل شوي دي.

ښاغلي کرزي، چې نن یي په یوه خبري غونډه کې د دې سند په اړه معلومات ورکول وویل، چې په دې سند کې د افغانستان ټولې اساسي غوښتنې په پام کې نیول شوي دي.

ښاغلي کرزي د دې سند لپاره شوي مذاکرات د افغانستان لپاره یوه بریا وبلله او ویي ویل، چې پس له دې به دوي د یو بل کال لپاره له امریکا سره په یوې دفاعي تړون خبرې پیل کړي، چې د ده په وینا له دې مذاکراتو به هم سختې وي.