د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینتن د امریکا او چین ترمنځ کلني ډیالوګ ته په پرانیستونکې وینا کې له چین څخه وغوښتل چې د بشري حقونو ساتنه وکړي.
کلینتن د چین د حکومت د مخالف چین ګوانچینګ چې په سترګو ړوند دی او په پیکنګ کې د امریکا په سفارت کې یي پناه اخیستی وه نوم وانخیست.
نوموړې د یوې معاملې له مخې چې غوښتل یي په چین کې پاتې شي، له سفارته تیره ورځ وتلې و، خو وروسته یي په دې کار پښیماني څرګنده کړه.
چین ویلي و، چې د خپل امنیت په اړه ویره لري او غواړي چې متحدو ایالتونو ته ولاړ شي.
هغه پرون په پیکنګ کې خبریالانو ته په څرګندونو کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما غوښتنه وکړه، چې له چین څخه د هغه او کورنۍ په وتلو کې ورسره مرسته وکړي.
کلینتن دغه راز وویل، متحده ایالات هیله من دی چې چین به د شمالي کوریا او ایران د اټومي فعالیتونو په بندولو کې مرسته وکړي او د سوریي پر حکومت فشار راوړي چې تشدد پای ته ورسوي.
په پیکنګ کې د ډیالوګ په پرانیستونکي وینا کې د چین ولسمشر هوجینټاو وویل، چې متحده ایالات او چین باید له اختلافاتو سره سره د یو بل درناوی وکړي.