مصر: لږ تر لږه یولس تنه په قاهره کې دفاع وزارت ته څیرمه وژل شوي

د مصر چارواکي وایي، لږ تر لږه یولس تنه په قاهره کې دفاع وزارت ته څیرمه وژل شوې دي.

نن د مظاهره کوونکو چې د دفاع وزارت ودانۍ ته له څو ورځو راهیسې ننوتې دي او ناپیژاندو وسله والو ترمنځ نښته وشوه.

دواړو لوریو پر یوه بل پیټرول بمونه وغورځول او په کاڼو یې سره وویشتل.