د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ژمنه وکړه، چې متحد ایالات به د چین د حکومت د مخالف چېن ګانګچینګ د خوندیتوب په برخه کې د پیکنګ له چارواکو پر کړې ژمنې ولاړ وي.
کلنټن چې د چین په سفر ده، تایید کړه چې چین ته یې د بشري حقونو د څلویښت کلن فعال د چلند په اړه معلومات ورکړې دي. ګانګچینګ ویلي دي چې کله نظر بند و سخت وهل شوی ټکول شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې په یوه بیان کې وویل، متحدایالات او د امریکا خلکو ژمنه کړې ده، چې په راتلونکو ورځو، اونیو او کلونو کې به له ګانګچینګ او د هغه له کورنۍ سره په ارتباط کې وي.
ګانګچینګ نن وروسته تر دې د امریکا له سفارته ووت چې ډاډ یې ترلاسه کړ چې دی او کورنۍ به یې په چین کې خوندي وي.