جرمني: اکراین د تیموشینکو په برخه کې اندیښنو ته سم ځواب نه دی ورکړی

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ، چې اکراین د پخوانۍ زنداني شوې صدراعظمې یولیا تیموشینکو په برخه کې اندیښنو ته سم ځواب نه دی ورکړی، نو له دې سره د اروپایي ټولنې او اکراین د یوځای کیدو تړون ته ګواښ پیښیدای شي. پر دې تړون له څو کلونو راهیسې خبرې روانې دي.

ګیودو ویستروویلي جرمني تلویزیون ته وویل، که چیرته اکراین د تیموشینکو د قضیې په اړه قانوني پوښتنو ته سم ځواب ورنه کړي، جرمني به له اکراین سره سیاسي او تجارتي تړونونه ځنډني کړي.

لویدیځ پلوې تیموشینکو شکایت کړی دی چې له تیرکال راهیسې چې په اوه کاله بند د سیاسي مخالفت له امله بندې شوې ده، تشدد ورسره شوی دی.

روانه اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د تیموشینکو د خوشي کیدو غوښتنه وکړه او اروپایي چارواکو خبرداری ورکړی دی، چې روان کال به په اکراین کې د اروپایي هېواد د فوټبال په لوبو کې برخه وانه خلي.