خوست کې له چاودیدونکو موادو ډک یو کرولا موټر ونیول شو

په خوست کې د ملي اردو د ځواکونو مسئولین وايي، چې د خوست ښار په ختیځه برخه کې تیره ورځ له چاودیدونکو موادو ډک یو کرولا موټر له دوو مشکوکو کسانو سره ونیول شو.

په خوست کې د ملي اردو د عامه اړیکو مسئول تورن عبدالله ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه مواد تیره ورځ ناوخته ونیول شول. هغه د پيښې په اړه نور جزیات ورنه کړل.

بل خوا د پکتیکا د ولایتي شورا مسئولین وايي، چې نن سهار د دې ولایت په مرکز کې د یوه ملکي کس مړی موندل شوی.

د پکتیکا د ولایتي شورا منشي پکتین ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه کس د ښاروالۍ له یوه کارکوونکي سره تیره ورځ د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی و، چې نن یې مړی وموندل شو او د ښاروالۍ کارکوونکی په ټپي حالت کې پيدا شوی دی.