طالب مشرانو لپاره تر ټولو ناوړه ورځې

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن خپل زیاتره مطالب په پاکستان کې د طالب مشرانو ترور او د هغې تر شا پرتو اهدافو ته ځانګړې کړي، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې په پاکستان کې د طالب مشرانو د نیولو او ترور وروستۍ لړۍ ته په اشارې دا د طالب مشرانو لپاره تر ټولو ناوړه ورځې بللي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا ټولې وژنې د پاکستان د استخباراتو د ادارې له خوا کیږي او اساسي هدف یي د طالبانو د سیاسي اړخ له منځه وړل دي.

ورځپاڼه دا هم لیکي، چې ای. ایس. ای غواړي د ځینو هغو طالب مشرانو په له منځه وړلو سره، چې د دې تحریک د سیاسي اړخ د پیاوړې کولو او له افغان دولت سره د خبرو په هڅه کې دي، د جګړې د ډګر کنټرول په خپل لاس کې واخلي.

ورځپاڼه لیکي، چې په تیرو دریو میاشتو کې له کراچۍ رانیولې په لاهور او پیښور کې ټول هغه طالب مشران نیول شوي او یا وژل شوي، چې له افغان دولت او امریکا سره یي د جوړ جاړي د لارې د موندلو هڅه کوله.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې د دې وژنو په وړاندې د طالب مشرانو په خاموشۍ بحث کړې او لیکلي، چې دغه خاموشي به د دوي په وړاندې د خلکو همدردي زیانمنه کړې.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم طالبان ملا اسماعیل ژوندې بولي، خو د ملا برادر په اړه هم له پاکستانه کومه غوښتنه نه ده کړې او د ملا عبیداله او د ملګرو په اړه یي هم، چې د پاکستان په زندانونو کې په مرموزه توګه وژل شوي کمزورې غبرګون څرګند کړې دې.

ورځپاڼې لیکلي، چې د ملا اسماعیل او استاد یاسر وژنې د دوي په پلویانو کې د غچ اخیستلو احساسات هم راپارولي.

ورځپاڼه د ځینو نا تایید شویو رپورټونو په حواله لیکي، چې په غزني او میدان وردګو کې له پاکستاني او عربو وسله والو څخه غوښتل شوي، چې سیمه پریږدي.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا ددغو وژنو په اړه د افغانستان د ملي امنیت د ادارې غبرګون راخستې او لیکلي، چې اکثره دغه مشران، چې وژل شوي د سولې پلویان وو.

ورځپاڼې لیکلي، چې دغه حالت ته په پام سره د ملي امنیت ادارې طالبانو ته سپارښتنه کړې، چې د پردیو له اسارته دې ځان خلاص کړي او په مستقیم ډول دې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې په پاکستان کې د طالب مشرانو د نیولو او وژلو وروستیو پیشو دا وښودله، چې د ستونزې لامل طالبان نه بلکې هغه کسان دي، چې طالبان یی له اجازې پرته خوله هم نشي خلاصولې.

ورځپاڼې لیکلي، چې په طالبانو کې او ددوی په مشرانو کې سولې ته لیوالتیا موجوده ده، خو ددوی اساسي ویره داده، چې هسې نه د ددوی د پخوانیو مشرانو په برخلیک اخته شي.

ورځپاڼې پدې اړه د نړیوالې ټولنې په چلند هم انتقاد کړې او لیکلي، سره له دې، چې دا ټولو ته جوته ده، چې د ستونزې اصلي لامل څوک دي، خو بیا یی له پامه غورزولي.

ورځپآڼه لیکي، چې افغان دولت او نړیوالې ټولنې ته پکار ده، چې له دوی سره خبرې وکړي او د موجوده ستونزې د حل لپاره بنسټیز ګام پورته کړي.