م.م: له کله چې په سوریه کې اوربند شوی تر ۳۴ ډير ماشومان وژل شوي

ملګري ملتونه وایي، د اپریل له دولسمې راپه دې خوا چې په سوریې کې د ولسمشر بشارالاسد او اپوزسیون ډلو ترمنځ اوربند شوی دی تر څلوردیرش ډير ماشومان وژل شوي دي.

د ماشومانو او وسله والو شخړو لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی کوماراسوامي د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، دا کسان په داسې حال کې وژل شوې دي چې د اوربند لپاره د ملګرو ملتو څارونکي هم شته او دواړو لوریو ته یې خبرداری ورکړی دی چې د ماشومانو مرګ ژوبلې ته جدي توجه وکړي.

د دې شخړو په اړه د سوله ساتې ځواکونو لپاره د ملګرو ملتو مرستیال هیرف لادسوس بیا په نیویارک کې پرون خبریالانو ته وویل:

«په حقیقت کې زما په فکر له سیاسي پلوه مهم حقیقت دا دی چې دواړه لورې له اوربنده سرغړونه کوي.»

بل لور ته د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې پرون وویل، د سوریې په ختیځ کې د دیارالزور په ښار کې حکومت مخالفه وسله والو دولس حکومتي پوځیان وژلې دي.

د بشري حقونو د څارنې ډلې همدا راز رپوټ ورکړ، چې لږ تر لږه لس تنه د سوریې په شمال کې د ادلیب په ولایت کې پرون د هاوان په ‌ډزو وژل شوې دي.