د لغمان د قرغیو اوسیدونکو د تیرې شپې عملیاتو په غبرګون لاریون کړی

د لغمان ولایت لسګونه اوسیدونکي د قرغیو ولسوالۍ د تیري شپې د عملیاتو په غبرګون لاریون کړی او کابل جلال اباد لویه لاره یي تړلې ده.

د لغمان په قرغیو ولسوالې کې تیره شپه د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۲ تنه وژل شوي او ۵ نور يي ژوندي نیول شوي دي.

دغه مظاهره کوونکې وایي، تر هغې چې دغه کسان نه وي خوشې شوي دوي به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

وسلوالو مخالفانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلې.