د امریکا د بهرنیو چارو وزیره پرون ناوخته د چین پر لور روانه شوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره پرون ناوخته د چین پر لور روانه شوه،مېرمن کلنټن به د امریکا او چین ترمنځ د ستراتیژیک او اقتصادي ډیالوګ په ترڅ کې چې د روانۍ اونۍ په پای کې جوړېږي له چینایي چارواکو سره په کتنو کې د بشري حقونو پر مسایلو بحث وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره دا څرګندونې په داسې حا ل کې کوي چې د چین د حکومت نامتو مخالف چن ګوانګ چېنګ د اپرېل په ۲۲ مه په کور کې د نظربندۍ له سختو امنیتي تدابیرو وتښتېد او د امریکا سفارت ته یې پناه یوړه.

پېکنګ ته له روانېدو مخکې مېرمن کلېنټن په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل، چې چین او متحده ایالات د بشري حقونو په برخه کې له یو بل سره توافق نه لري.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، چین که د بشري حقونو په ساتنه کې کوټلي ګامونه واخلي نو نور به هم غښتلی شي:

(زه په چین کې د وضعیت په اړه له رسنیو خبرېږم، خو په دې اړه کومه تبصره نه کوم.

هغه څه چې غواړم ټینګار پرې وکړم دادی چې هرځل چې موږ له چینايي مشرانو سره ګورو، نو د بشريٍ حقونو موضوع مطرح کوو. زموږ په نظر دا کار یوازې له دې کبله سم نه دی، چې د آزادۍ او بشري حقونو په اړه زموږ له اصولو سره مطابقت لري بلکې له دې کبله هم سم دی چې زموږ له نظره، له دې سره به چین نورهم پیاوړی شي.)