د افغانستان د یوه تلویزیوني چینل چارواکي وایي، چې د دې شبکې خبریال، نستو نادري، بې له کوم توره د اپریل له یوویشتمي راهیسي نیول شوی دی.
د افغانستان د یوه تلویزیوني چینل چارواکي وایي، چې د دې شبکې خبریال، نستو نادري، بې له کوم تور څخه د اپریل له یوویشتمي راهیسي نیول شوی دی.
هغه د لوی څارنوالۍ د دفتر له خوا د ده د بحث پارونکو خپرونو له امله د پوښتنو لپاره احضار شوی.
نستو نادري، چې په کابل یې د نورین په نامه تلویزیون ته کارکاوه د یوه پروګرام چلونکی دی چې، سلام زما ټاټوبۍ، نومیږي.
په دې پروګرام کې د اداري فساد، درغلیو، جنایتونو او نورو لانجمنو مسایلو په اړه بحثونه کیږي.
د نورین تلویزیون مشر د بخښنې نړېوال سازمان ته ویلي، چې لوی څارنوال نستو نادري د اپریل په یوویشتمه خپل دفتر ته تر هغه وروسته احضار کړ، چې ده د کابل ښاروال په اړه له نیوکو ډک راپور خپور کړ.
هغه بې له جرمه ونیول شو او بې له دې چې کوم مدافع وکیل یا محکمې ته لاس رسی ولري د کابل په توقیف ځای کې ساتل کیږي.