کاپیسا کې د ولایتي شورا د ودانۍ د جوړولو کار پیل شو

د کاپیسا چارواکي وایي، چې نن په دغه ولایت کې د ولایتي شورا د ودانۍ د جوړولو کار پیل شو.

د کاپیسا د ولایتي شورا مشر محمد حسین ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دغې ودانۍ باندې شااوخوا درې لکه امریکایي ډالره لګښت راځي چې په بګرام کې د میشتو امریکایی ځواکونو له خوا ورکول کیږي.

له دې وړاندې د کاپیسا ولایتي شورا په بیلابیلو ځایونو کې فعالیت کاوه او ځانګړی دفتر یې نه درلود.