خلک: په بهرنیو هیوادونو کې افغان ډیپلوماټان د افغانانو په کیسه کې نه دي

د ولسي جرګې ځني غړي د بهرنیو چارو وزارت څخه غواړي، چې په بهرنیو هیوادنو کې افغان سفیرانو ته لارښوونه وکړي، چې د شخصي کارونو پر ځای دي د افغان کډوالو د ستونزو حل ته جدي پام وکړي.

د دوی په خبره، په بهرنیو هیوادونو کې افغان سفیران او ډیپلوماټان غیر مسلکي خلک دي او د مسلک پر ځای د سلیقوي اوتنظیمي اړیکو پر اساس ټاکل شوي دي.

د ولسي جرګې غړو عرفان الله عرفان او سرور عثماني ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان سفیران د ملي ګټو پر ځای د بهرنیو هیوادونو ګټې په پام کې نیسي.

“له بده مرغه زموږ سیاسي او مسلکي کدرونه لږ دي او که د بهرنیو چارو وزارت له خوا ټاکل کیږي، ټول د سلیکوي، قومي، ژبني او زور واکو له خوا معرفي کیږي، ځني سفیران د دې پر ځای چې د افغانستان ملي ګتو ته کار وکړي او د افغانانو ستونزو ته ځان ورسوي، هڅه کوي چې په کومو هیوادونو کې دندي لري هغوی ته ځان نژدې کړي او حتی شاید داسي پیښي هم وي، چې د بهرنیو هیوادونو د جاسوسانو په ډول هلته فعالیت وکړي.”

له بهرنیو هیوادونو هغه افغان کډوال او مسافر، چې بېرته خپل هیواد ته راستانه شوي؛ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې افغان سفیران او ډیپلوماټان یې په پردیو هیوادونو کې ستونزو ته هیڅ پام نه کوي.

د دوی په خبره په ډیرو بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه د هغو چارواکو او تنظیمي کسانو د سوداګرۍ په شخصي دفترونو بدل شوي، چې د دوی په ټاکلو کې یې کار کړی او د عامو افغانانو ږغ نه اوري.

″په اماراتو او خلیجي هیوادونو کې زموږ سفارتونه چې دي د سفارتونو په توګه کار نه کوي، دوی د لوړو دولتي چارواکو استازي دي، هلته سوداګري کوي بل کار نه لري، مځکې ورته اخلي، اپارتمانونه ورته اخلي او د ذرې موټرو کار ورته کوي، په شخصي اړیکو هلته ټاکل شوي د افغانانو غم نه سته ورسره، ټول په عیاشیو مصروف دي.

حکیم محمد: هلته زموږ کیسه نه اورېدل کیږي، هلته مزدوریو ته ځو خو څوک مو ږغ نه اوري”

افغان کډوال او مسافر په بهرنیو هیوادونو کې د پاسپورټونو د تمدید، سوداګریزو او ټولنیزو چارو او افغان محصلین هم د خپلو اسنادو د بشپړولو او ستونزو شریکولو په هدف سفارتونه ته ورځي، خو شکایت کوي، چې سفیران او نور ډیپلوماټان یې پر وخت ستونزو ته ځواب نه وايي.

له افغانستانه دباندي د افغان کډوالو او مسافرو ستونزه مو د بهرنیو چارو وزارت سره شریکه کړه، خو د دې وزارت چارواکو په سفارتونو او قونسلګریو کې ستونزي نه رد کړې او نه یې هم ومنلې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي ازادۍ راډیو ته وویل:

“د بهرنیو چارو وزارت ټول توان په کار اچولی، چې په بهر کې د افغانانو له حقونو دفاع وکړي او قونسلګرۍ چې څه خدمتونه ورته کولای شي ویې کړي.

که کوم شکایت او کمی وي هیله کوو، چې د بهرنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې زموږ په ټلیفون شمېرو مخامخ له چارواکو سره خبري وکړي، موږ ژمن یو، چې په بهرنیو هیوادونو کې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره پر وخت اقدام وکړو.”

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې ۴۴ سفارتونه، ۱۶ قونسلګرۍ لري او د دې ترڅنګ په ملګرو ملتونو کې دایمي او ژینیف کې هم دفترونه لري.

د راپورونو له مخې د وروستیو درو لسیزو د جګړو له امله په لکونو عام افغانان د کار او ژوند لپاره بهرنیو هیوادونو ته تللي دي.

د دغو افغانانو له ډلې ډیري یې عربي اماراتو، ایران، پاکستان، هند او ډیری نور یې بیا د اسیايي هیوادونو ترڅنګ اروپايي هیوادونو ته هم مسافر شوي دي.

د سیاسي چارو افغان پوهان حکومت ته سپارښتنه کوي، چې په بهرنیو هیوادونو کې سفیران او ډیپلوماټان باید د علمي زده کړو او ملي ګټو پر اساس وټا کي، چې د افغانستان ګټې او باور ورسره خوندي وي.

راپور: معصوم میوند