انګ سان سوچي په پارلمان کې د خپلې څوکۍ له نه اشغالولو څخه لاس اخیستی

د میانمر د مخالفینو مشرې انګ سان سوچي په پارلمان کې د خپلې څوکۍ له نه اشغالولو څخه لاس اخیستی او موافقه یې کړې چې د پارلمان لانجمنه لوړه به چې وایي، د اساسي قانون ساتنه کوو، پر ځای کړي، سوچي نن په یانګون کې خبریالانو ته وویل:

"د درناوی په دود به موږ له مختلفو ډلو سره د روغی جوړی پالیسی ته مخه کړو.

په دی توګه غواړم اعلان کړم چی موږ به هرڅومره ژرچی کېدای شی د لوړی په کولو سره د پارلمان قانونی غړیتوب حاصل کړو."


سوچی او د هغی د ډ موکراسی د ملی اتحاد ګوند نورو غړیو تیره اونۍ د پارلمان د لوړی په مراسمو کې ګډون ونکړ او ویی ویل چی دوی د لوړی عبارت نه منی.

د لوړی عبارت له دوی څخه غواړی چی ووایی د ۲۰۰۸ کال اساسی قانون چی په پارلمان کې په سلوکې ۲۵ څوکې د پوځ لپاره تضمنیوی، ساتنه کوی.

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې، پخوانۍ سیاسي زنداني سوچې غوښتنه کړی وه چی د لوړی دغه عبارت دی د اساسی قانون د درناوی ژمنی ته بدل شی.