د بشري حقونو فعال چینایي چین ګوانګ چینګ چې په سترګو ړوند دی په پیکنګ کې د امریکا سفارت ته پناه وړې ده، خو نه غواړي چې له امریکا د سیاسي پناه اخیستو غوښتنه وکړي. دا خبره د هغه یوه ملګري د حکومت مخالف هوجیا کړې ده.
چین چی په چین کې د عقیم کولو اجباري کمپاین ته د زیاتی پاملرنی د اړولو له امله یی شهرت موندلی او په شاندونګ ولایت کې په خپل کورکې نظربند و، د اپریل په ۲۲ له کوره تښتیدلی و. د راپورونو له مخی هغه د تیری شنبی په ورځ د امریکا سفارت ته ورغلی دی.
دغه مسله په داسی حالی راپورته کېږی چی د امریکا د بهرنیو چارو د وزیری هیلری کلینتن په شمول امریکایی او چینایی چارواکې په لوړه سطحه خبرو ته تیاری نیسی. په پام کې ده چی دغه خبری د می په دریمه په پیکېنګ کې پیل شی.
امریکایی چارواکو تراوسه نه ده تایید کړی چی امریکا چین ساتلی دی.
د نیویارک ټایمزد راپور له مخی د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کورت کمبیل د چین د قضیی په اړه د خبرو لپاره پیکېنګ ته رسیدلی دی.