د میانمر پارلمان ته په وینا کې د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، پر دې هېواد د لویدیځ د بندیزونو د کمیدو هرکلۍ کوي، خو غوښتنه يې وکړه چې په دې برخه کې باید لا نور ګامونه واخیستل شي.
بانکي مون چې د میانمر له اصلاح پلوي ولسمشر تاین سین سره يې هم لیدلي پر نړېواله ټولنه غږ وکړ، چې په میانمر کې د رامنځته شوو اصلاحاتو په بدل کې پر دغه هېواد خپل سوداګریز او نور بندیزونه اسانه کړي.
نوموړي د هغو نړېوالو مشرانو له ډلې څخه دی، چې په دې وروستیو کې له میانمر څخه چې تیر کال په کې پوځي رژیم د اوږدې مودې واکمنۍ وروسته پای ته ورسید، کتنه کوي.
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به د میانمر د اپوزسیون له مشرې انګ سانسو چې سره هم وویني.
د فرانس پریس خبري اژانس په وینا اروپايي ټولنې په میانمر کې د وروستیو اصلاحاتو په ځواب کې پر دغه هېواد د یوه کال لپاره خپل اقتصادي او سوداګریز بندیزونه اسانه کړي، خو امریکا په سمدتي توګه پر میانمر د خپلو لویو بندیزونو اسانه کول رد کړي دي.
په عین حال کې د میانمر د اپوزسیون مشرې او د ډیموکراسۍ لپاره د ملي لیګ نورو منتخبو غړو ویلي، چې په دې اونۍ کې به د پارلمان په غونډه کې ګډون وکړي،اسنګ سانسو چې وویل:
"د درناوې په توګه موږ به له بېلابېلو ډلو سره د جوړجاړي پالیسي پر مخ یوسو.
زه غواړم اعلان کړم، چې موږ به څومره ژر چې ممکنه وي د لوړې په کولو سره د پارلمان قانوني غړي شو."
له دې وړاندې انګ سانسو په نوي پارلمان کې د لوړې مراسمو د څرنګوالي په اړه د اختلاف له امله له کښیناستو انکار کړی وو.
د لوړې په مراسمو کې د پارلمان له غړو غوښتل شوي، چې د میانمر د اساسي قانون چې په پارلمان کې د پوځ د ۲۵ په سلو څوکېو د خوندي توپ ضمانت کوي، د ساتنې ژمنه وکړي، خو سانسو چې ټینګار کوی چې د لوړې د مراسمو دا عبارات باید بدل شي او ددې پر ځای دي اساسي قانون ته د درناوي ژمنه وشي.
د اپریل په لومړۍ نیټه د میانمر د پارلمان د ۴۵ خالي څوکېو لپآره په ترسره شوو انتخاباتو کې انګ سانسو چې او د دیموکراسۍ لپاره د ملي لیګ نورو غړو ۴۳ څوکې ګټلي دي.