پکتیا: طالبانو د څمکنیو د ولسوالۍ ښاروال وژلی

په پکتیا کې امنیتي چارواکي وایي، چې د څمکنیو ولسوالۍ ښاروال حاجي محمد وزیر د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د پکتیا د امنیې قومندان زلمي اوریا خیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې د وسله والو طالبانو په دغه برید کې چې تیره ورځ ناوخته د زرمت ولسوالۍ په ابراهیم خیلو سیمه کې وشوه، دوه پولیس او د ښاروال یو ساتونکی ټپي شوي.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی.