د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي بان کي مون، نن میانمار (برما) ته ورسید. په میانمار کې تر څو لسیزو پوځي حاکمیت وروسته، دا اول وار دی، چې په دومره لوړه سطحه چارواکی دې هیواد ته ځي.
بان کي مون به د میانمار د ازادي غوښتونکو له مشرې او پخوانی سیاسي زنداني، اونګ سان سوچي سره وګوري. د ملګروملتونو عمومي منشي (میانمار) ته تر روانیدو مخکې وویل؛ چې په دې هیواد کې د سیاسي اصلاحاتو پروسه په ډير نازک او حساس حالت کې ده.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالسي مشره ″کاترین اشټن″ هم اوس په میانمار کې ده.
اروپايي اتحادیې څو ورځې مخکې په ″میانمار″ کې د انتخاباتو د ترسره کیدو او د اقتصادي پرمختګونو په خاطر، پردې هیواد لګیدلي بندیزونه د یوه کال لپاره وځنډول.