د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر جان کري پرون له ولسمشرکرزي سره ولیدل او پر بیلا بیلومسایلو یې ورسره خبرې وکړې.
د جمهوري ریاست له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ چې سناتورجان کري د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د مسودې چمتو کیدل مهمه بریا بللې ده.
سناتور جان کري او ولسمشرکرزي دغه راز د سیمې او نړۍ په سیاسي وضعې، د سولې د پروسې اوله دې پروسې سره د پاکستان د رول په اړه هم خبرې کړي دي.
دواړو لوریو د افغان امنیتي ځواکونو پر ښه سمبالیدو ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ چې د افغان امنیتي ځواکونو د شمېر د کموالي مساله به له ۲۰۱۵ میلادي کال وروسته د دې هیواد وضعې ته په پام مطرح شي.