پرون د یوکراین په پروپیتروسک ښار کې څلور چاودنې وشوې

راپورونه وايي، چې د جمعې په ورځ د یوکراین ختیځ ښار پروپیتروسک لږ تر لږه څلورو چاودنو ولړزاوه.

د یوکراین د بیړنیو چارو وزارت ویلي دي په دې چاودونو کې د ښونځي د نهو زده کونکیو په ګډون ۲۷ کسان ټپیان شوي دي.

د چارواکو له خولې ویل شوي لږ تر لږه یو چاودنه د هغو چاودیدونکیو مواد له کبله شوې چې د خزلو په یوټیم کې ځای پرځای شوي وو.

د یو کراین د لویې څارنوالۍ ویاند ویلي لومړنۍ څېړنې دا چاودنې یوه تروریستي کړنه ښيي.

د یوکراین ولسمشر ویکټو یناکویچ دا چاودنې غندلې او د ټول هیواد لپاره یې یو ګواښ بللی دی.

په عین حال کې پرون د یوکراین د پخوانۍ صدراعظمي یولیاتیموشینکو په زرګونو پلویان په کیف کې د ولسمشر ویکتوریناکویچ د حکومت خلاف مظاهرې وکړې او د یولیاتیموشینکو د فوري خوشي کیدو غوښتنه یې وکړه.

دوی همدارنګه د هغو اوازو په اړه د خپلواکو څیړنو غوښتنه هم وکړه چې ویل کېږي پخوانۍ صدراعظمه تیره اونۍ په زور له زندان څخه یو روغتون ته د ملا د درد د درملنې لپاره وړل شوي او وهل شوې ټکول شوې هم ده.